Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زهرا بلوچ: اسلام آباد په افغانستان کې د ښځو له زده کړو او کار ملاتړ کوي

زهرا بلوچ: اسلام آباد په افغانستان کې د ښځو له زده کړو او کار ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/07

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر دروازو تړل کېدو باندې له زرو ورځو ډېر وخت تېرېږي خو لاهم په دې اړه کورني او بهرني غبرګونونه دوام لري.

په تازه غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ یوې خبرې ناسته کې ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي غواړي چې هېواد یې له هره اړخه پرمختګ وکړي، نو اړتیا ده چې ښځو ته د زده ‌کړو او کار اجاز ورکړي.

د بلوچ په خبره، په افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د پاکستان دریځ روښانه دی او هغه دا چې دوی افغان ښځو لپاره زده‌ کړې او کار غواړي.

بلوچ زیاته کړې:« ټول نارینه او ښځینه برابر د زده ‌کړو حق لري؛ لکه څنګه چې د پاکستان په اساسي قانون کې هم راغلي چې د ښځو حقونو ته باید پام وشي، نو موږ پر همدې اساس په افغانستان کې هم ښځو ته د کار او زده ‌کړو د برابر حق غوښتونه کوو.» 

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ټي.‌ټي.‌پي په ګډون یو شمېر نورې وسله والې ډلې ور اوړي او هلته بریدونه کوي.

بلوچ زیاته کړې: « د ټي.ټي.پي په اړه یوازې پاکستان اندېښنه نه لري بلکې د ملګرو ملتوو تازه راپور هم دغه فعالیتونه د افغانستان له خاورې ښودلي دي. ملګرو ملتونو ویلي، ټي.تي.پي په افغانستان کې له افغان طالبانو او القاعده شبکې څخه عملیاتي او لوجسټیکي ملاتړ تر لاسه کوي.» 

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د بند پاتې کېدو په اړه نه پاملرنه به ناوړه پایلې ولري.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « پاکستان زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او د خپل هېواد چارې دې سمبال کړي. پاکستان هغه مهال لا موجود نه و چې دلته افغانستان کې نجونو ښوونځي او پوهنتونونه لرل. نن د افغانستان ټول خلک دا غوښتنه کوي چې نجونو او ښځو ته دې د  زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وویل ۸۰ سلنه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د دوی د شمېرو له مخې،  په ټول افغانستان کې ۲.۵ میلیونه نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تازه څرګندونو په تړاو څه نه وایي، خو په تېر کې یې بیا بیا ویلي چې د افغانستان ښځو ته یې د کار او زده ‌کړو حق ورکړی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist