د نړیوال بانک اسیايي برخې مرستیال هارټ ویک شیفر له ولسمشر اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي او په اړینو مواردو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا ټلیفوني خبرې تېر ماښام شوي او په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت او د نړیوال بانک پر همکاریو خبرې شوي دي.