Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین: امریکا له افغانستانه وځي او ستونزې د نورو پر غاړه وراچوي

admin by admin
2021/07/15

چین له شانګهای سازمان غوښتي، چې امریکا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان ستونزه د نورو په غاړه کې ور واچوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، امریکا ځان باسي او د افغانستان ستونزې د نورو په غاړه کې ور اچوي.

وانګ یي ویلي، امریکا په افغانستان کې جنګ پیل کړی او اوس نه شي کولی، چې پښې سپکې کړي او مسؤلیت د سیمې هېوادونو ته پرېږدي.

نوموړي ویلي، امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره تیاری نیولی او هر لوری باید هڅه وکړي، چې خپلې ژمنې عملي کړي.

په ورته وخت کې، د چین بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره لیدنه کې ویلي، سیاسي بهیر کې د شاملېدو او د جګړې بندول د طالبانو لپاره ستر ازمېښت دی.

د واناګ یي په وینا، چین د  افغان سولې کلک ملاتړی دی او هڅه کوي افغانستان ته د دایمی سولې راتګ کې همکاري زیاته کړي.

محمد حنیف اتمر بیا ویلي، افغانستان کې روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو رول مهم او اغیزناک دی.

اتمر له خپل چینايي سیال سره د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې لیدلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist