ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې د وروستیو راپورونو او د جګړو له امله د اغېزمن شویو کسانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان ویلي، د جګړې ښکېلې غاړې مکلفې دي، چې د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې ملکي وګړو ته د زیان نه رسېدو تر ټولو غوره لار د سولې خبرو ته بیا راګرځېدل دي او هغوی، چې د افغانستان او افغانانو ښې راتلونکې ته لیواله دي باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه سازمان د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې، چې د لوی اختر په مناسبت اوربند وکړي څو له جګړو ستړي افغانان د ارام ساه واخلي.