Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې

امنيت شورا کې اختلاف د امر بالمعروف نوي قانون په اړه ګډه اعلاميه ځنډولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/04

 د راپورونه له مخې، په پام کې وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۲۱مه د سرپرست حکومت د امر باالمعروف، نهې عن ‌المنکر  او شکایتونو اورېدو وزارت د نوي توشېح شوي قانون په اړه د غندنې ګډه اعلامیه خپره کړي، خو د دې شورا د غړیو هېوادونو د خپلمنځي اختلاف له امله یې مخه نیول شوې ده.

امنیت شورا په دې تړاو په يوه بيان کې د مخالفو هېوادونو نوم نه دی ذکر کړی خو ويلي يې دي چې د امربالمعروف پر نوي قانون د انتقادي اعلامیې له صادرولو سره د دې شورا د دوو دایمي غړیو مخالفت کړی او هغه یې د افغانستان کورنۍ مساله ګڼلې.

د امنیت شورا په بیان کې راغلي:« د فرانسې، امریکا او بریتانیا په ګډ‌ون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځینې غړي استدلال کوي، که طالبان غواړي پر رسمیت وپېژندل شي او د نړیوالې ټولنې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي، نو باید نړیوال معیارونه ومني. خو د امنیت شورا دوه دایمي غړي بیا استدلال کوي چې د امربالمعروف قانون د افغانستان کورنۍ مساله ده او په اوس وخت کې په دې نه ارزي چې بحث پرې وشي.»

که څه هم د دې شورا په بیان کې د دوو دایمي غړیو نومونه نه ‌دي ذکر شوي، خو داسې انګیرل کېږي چې ښایي روسیه او چین هغه هېوادونه وي چې له لوېدیځ سره د افغانستان په اړه مخالف نظر لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیان کې دا هم ویل شوي چې روسیې او چین ویلي، د بشري حقونو په شان مسایل باید افغانستان ته د بشري مرستو له موضوع سره ونه تړل شي.

د سیاسي چارو شنونکي هم په دې باور دي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان په تړاو ختیځ او لوېدیځ مخالف نظرونه لري.

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « د امنیت شورا پرېکړې ډېرې مهمې دي، ځکه د نړۍ پنځه زبرځواک هېوادونه د هغه غړیتوب لري. که کومه موضوع د دوی ټولو پر ګټه وي، موافق او که نه مخالفې رایې ورکوي. روسیه او چین یا نور هېوادونه د افغانستان اوسنی وضعیت د یوبل پر وړاندې کاروي او خپلو ګټو ته په کتو پرېکړې کوي نه د افغانستان د خلکو.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نوي بیان په تړاو یو شمېر نور کارپوهان بیا د امنیت شورا د غړیو ترمنځ اختلافونه د سرپرست حکومت لپاره فرصت بللی او وایي، د افغانستان په اړه د نړۍ وېشلو نظرونو هم اوسني سرپرست حکومت ته دا زمینه برابره کړې چې په یو لړ مسایلو کې په خپلواکه توګه ګام پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمګنی وايي: « دا د افغانستان د قضیې په اړه د شرق او غرب ترمنځ بېلوالی ښيي. چین او روسیه هرکله په دې اندېښنه کې دي چې د افغناستان له لارې ورته ستونزې پېښې نه شي او خپل امنیت وساتي. چین او روسیه د افغانستان کانونه هم تر نظر لاندې لري او غواړي تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیان کې همدارنګه راغلي، په داسې حال کې چې د امنیت شورا غړي په عمومي توګه د یوه آباد، سوکاله، سوله ‌ییز او له ترهګرۍ پاک افغانستان هیله لري، خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره د څرنګوالي په برخه کې اختلاف لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist