Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتمر له خپل ازبکستاني، پاکستاني او هندي سيالانو سره کتلي

admin by admin
2021/07/14

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، چې تاجکستان ته د شانګهای همکاریو سازمان  ناسته کې د ګډون لپاره تللی،له خپل ازبکستاني، پاکستاني او هندي سيالانو سره یې د ناستې  له پيل وړاندې کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دې لېدنو کې د افغانستان سولې، تاوتريخوالي په کموالي او سولې ته د رسېدو برخه کې د هېوادونو پر ملاتړ او همکارۍ بحثونه شوي دي.

هغه وايي، یادو هېوادونو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی، د افغانستان ثبات یې د سیمې ثبات بللی او افغان سیال ته یې ډاډ ورکړی چې د یو باثباته افغانستان ملاتړ کوي.

هېواد زیاته کړه:« د دې ناستې په څنډه کې بهرنيو چارو وزير تر ننه پورې، د ازبکستان، پاکستان او هند د بهرنيو چارو له وزيرانو سره کتلي دي، چې د سولې پروسې، تاوتريخوالي کموالي او سولې پروسې ملاتړ لا پياوړتيا په موخه يې خبرې کړې دي.»

ګران هېواد وايي، د چهارشنبې ورځې په ناسته کې د پاکستان  بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي وبلله او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د یوه باثباته افغانستان څخه د ملاتړ او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه،دغو هېوادونو د افغانستان د سولې له روان بهير ملاتړ کړی او همدا راز يې روان تاوتريخوالی غندلی دی.

ګران هېواد وايي:« د درې واړو هېوادونو وزيرانو د هېواد د بهرنيو چارو وزير سره په بېلابېلو ناستو کې افغانستان کې روان تاوتريخوالي غندلی او بهرنيو چارو وزير ته يې د سولې پروسه کې له خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.»

د شانګهای همکاریو سازمان څلورمه ناسته چې د تاجکستان په کوربتوب د  پنجشنبې به ورځ دایرېږي، د افغانستان غړیتوب سربېره، د افغانستان پر روان وضعیت،د سیمې پر ثبات  او ترهګرۍ سره د یاد سازمان د غړو هېوادونو پر ګډې مبارزې او همکارۍ دوه ورځې بحثونه وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist