Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالۍ نړیواله اداره‎: تېره اوونۍ څه باندې ۷۰ زرو افغانانو خپل هېواد پرېښی

د کډوالۍ نړیواله اداره‎: تېره اوونۍ څه باندې ۷۰ زرو افغانانو خپل هېواد پرېښی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/04

د کډوالۍ نړیوالې اداره(آی.او.ایم) وايي، د زمري له ۲۸مې د روانې وږي میاشتې تر۳مې نېټې پورې د یوې اوونۍ په اوږدو کې څه باندې ۷۲ زره افغانانو خپل هېواد پرېښی.

د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې د مالوماتو له مخې، په دې موده کې له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۶۴ زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې له هېواد د تللو کسانو شمېر د راستنو شویو هغو پرتله ۱۱ سلنه زياتوالی ښيي.

دغې ادارې زیاته کړې:« شاوخوا ۶۴زره ۹۵۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه د اګست له ۱۸مې تر۲۴مې نېټې، افغانستان ته راستانه شوي دي. په همدې موده کې ۷۲ زره ۶۲۴ افغانان له افغانستان څخه دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ته تللي چې په همدې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر دغو هېوادونو ته  د تللیو هغو پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښي.»

د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم له هېواده د افغانانو وتلو لامل اقتصادي ستونزې او د نړیوالو له لوري پر افغانستان لګول شوي محدودیتونه بولي، خو له سرپرست حکومته هم غواړي چې د دې ستونزې د هواري په موخه خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه صدیق حمید زوی وايي: « زموږ د خلکو ستره ستونزه اقتصادي مشکلات دي. نړۍ نن ورځ د اقتصادي بندیزونو او رسمیت نه پېژندلو له لارې د فشار راوړلو هڅه کوي. دا ټول هغه څه دي چې له مخې یې نړیوالو د افغانانو حقونه پایمال کړي. ویلی شو چې مهاجرت ته  د افغانانو اړ ایستل هم یو قصدي عمل دی چې لامل یې په اقتصادي انزوا کې د افغانانو ساتل دی.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« حاکم نظام ته په کار ده چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، خپلو چارواکو، مسوولینو او وزیرانو ته دنده او پلان ورکړي چې د دې ستونزې رفع کولو لپاره عملي مکانیزم جوړ کړي. که وضعیت همداسې روان وي، تعلیم بند او ښځې کار ته نه پرېښودل کېږي، عدالت نه وي تأمین، خلک ګواښل کېږي او نا امني جوړېږي، نو خلک لا ډېر د هېواد پرېښودلو ته اړ کېږي چې دا بیا د هېواد پر ګټه نه دي. »

و موغوښتل د کډوالۍ نړيوالې ادارې له خوا اعلان شویو شمېرو په تړاو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر واخلو، خو وياند يې په دې اړه زموږ اړيکې ځواب نه کړې.

ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې د بشري ناورین او د خوراکي نا امنۍ له امله خبرداری ورکړی او ویلي يې دي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې افغانان د کار موندلو لپاره په ډېرو سختو لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist