تېرکال له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج فریضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي و. د حج د مراسمو لپاره هر حاجي په ټولیزه توګه ۳ زره ۸۶۵ امریکايي ډالره دولت ته تحویل کړي، چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۱۱۳ میلیون ډالره اټکل شوی و.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وايي، د تېر کال د حج فریضې له لګښتونو څه باندې ۱.۱ میلیون ډالره پاتې شوې چې هر حاجي ته به خپلې پیسې بېرته ورکړل شي.
د ثاقب په خبره، د هرحاجي له ټولیز لګښته څه باندې ۳۷ ډالره پاتې شوي او بېرته به وسپارل شي.
ثاقب زیاته کړې:« د حج او اوقافو وزارت له دقیقې محاسبې وروسته، د هر حاجي لپاره ۳۷ ډالره ۸۵ سنټه پاتې دي چې دا به بېرته ورکول کېږي.»
ثاقب وايي، د تېر کال د حج مراسمو حاجيان کولی شي په مرکز او ولایتونو کې د حج وزارت اړوندو څانګو ته ورشي او خپلې پیسې ترلاسه کړي.
ثاقب زیاتوي: « د دغو پیسو د ورکولو پیل به سر له سبا چهارشنبې ورځې څخه کېږي. غوښتنه کوو چې حاجیان له خپل پاسپورټ او پېژندپاڼې سره په مرکز کابل کې د حج او اوقافو وزارت او ولایتونو کې د دې وزارت ریاستونو ته راشي او خپلې پیسې ترلاسه کړي.»
په ورته وخت کې د دغه وزارت سرپرست وايي، د سعودي عربستان له لوري د راتلونکي کال لپاره افغانستان ته بیا هم د ۳۰ زره حاجیانو ونډه ورکړل شوې، خو دوی هڅه کوي دغه ونډه نوره هم زیاته کړي.
هغه زیاتوي:« تر اوسه د راتلونکي کال سهمیه هم ۳۰ زره تنه ده، خو تمه شته چې له۱۰ تر۱۵ زرو پورې زیات شي.»
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت په داسې حال کې د ۳۷ اضافه شویو امریکايي ډالرو د وېش خبره کوي چې تېرکال د حج په مراسمو کې پر ۳۰ زره ګډون کوونکو افغان حاجیانو ټولټال څه کم ۱۱۳ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی.