Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستاني طالبانو تحریک: ټول فعالیتونه د پاکستان له خاورې ترسره کوو

د پاکستاني طالبانو تحریک: ټول فعالیتونه د پاکستان له خاورې ترسره کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګنې دغه تحریک د افغانستان له خاورې د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې وسله وال فعاليتونه تنظيموي.

دې تحریک د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، ټول فعالیتونه یې په يادو سيمو کې دننه دي او هېڅ اړتیا نه ‌لري چې د نورو هېوادونو له خاورې ګټه پورته کړي.

د خبرپاڼې ویه برخه: « موږ په وار وار ویلي چې له خپلې خاورې او پاکستان څخه سپيڅلي دفاعي جهاد ته ادامه ورکوو. که کومه نړیواله اداره موږ ته باور راکولی شي، نو موږ خپل مشران د پاکستان په خاوره څرګندولی شو او له هغوی سره د ملاقات زمینه هم ورته برابروو.»

همدارنګه ټي.‌ټي.‌پي هغه ادعاوې او ویډیوګانې هم په کلکه ردوي او ماشومانه یې بولي چې د دوی مشرانو ته منسوبې شوې او په کې ښودل شوې چې ياد کسان په افغانستان کې دېره دي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د وسلو کارتونه د ثبوت په توګه وړاندې کول، خورا ماشومانه کار دی. په دې وخت کې د داسې کارتونو جوړول دومره اسانه دي چې هر څوک یې کولی شي. کومه ویډیو چې ښودل کېږي، د چترال د جنګ وېډیو ده.»

د پوځي چارو کارپوهان بیا وایي، نړیوالې رسنۍ د پاکستاني چارواکو له خولې ادعا کوي چې ټي.‌ټي.‌پي له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال صادق شینواری وايي: « د بهرنیو رسنیو تبلیغات او پاکستان دغه ادعا چې ګڼي د ټي.ټي.پي ډلې له خوا د پاکستان پر پوځیانو بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي، دغه ادعاوې بې بنسټه دي. دغه بریدونه د ټي.ټي.پي له خوا د پاکستان په خاوره کې تنظیمېږي. دا موضوع د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او په افغانستان پورې تړاو نه لري.»

تېره ورځ یو شمېر نړیوالو رسنیو راپورونه خپاره کړل، ټي.‌ټي.‌پي په افغانستان کې دننه فعالیتونه لري او له هغه ځایه پر پاکستاني پوځيانو بریدونه کوي.

هغه څه چې د سرپرست حکومت چارواکي او خپله ټي.‌ټي.‌پي یې نه مني.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان تل له بېلابېلو لارو په ګټنې هڅه کوي چې نړۍ ته وښيي د پاکستاني طالبانو تحریک مشران په افغانستان کې پټنځايونه لري.

د  سیاسي چارو شنوونکی توریالی ځاځی وايي: « موږ له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو له خوا په غمیزه کې ژوند کوو. اوس هغه وخت را رسېدلی چې خپل ځان او ملت ته پام وکړو. دا چې ټي.ټي.پي له پاکستان سره څه کوي یا پاکستان له هغوی سره څه کوي، دا د دوی کورني مسایل دي. موږ نه شو کولی خپل ژوند د پاکستان په نوم مصنوعي هېواد په خوښه تېر کړو.»

په دې وروستیو څو میاشتو کې دننه په خیبرپښتونخوا کې د ټي.‌ټي.‌پي وسله وال بریدونه او فعالیتونه زیات شوي چې له کبله یې وخت ناوخت پاکستاني ادارې هم اړې شوې چې په اړه یې توند غبرګونونه وښیي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist