Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ښار کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښتد پراختیا او ښکلا پروژې پیل شوې

خوست ښار کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښتد پراختیا او ښکلا پروژې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

په خوست ښار کې د سړکونو او لښتیو جوړونې او دغه راز د ښاري ښکلا د څو پروژو کار پيل شو. ځايي چارواکي وايي، په دې پروژو به ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي،

د چارواکو په خبره، د ښاري اسانتیاوو او پراختیا په موخه به روان کال د ښاروالۍ له خپلې بودیجې څخه ۳۲ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 د خوست ښاروال بسم الله بلال وايي: « تېر کال موږ د خوست ښار لپاره ۷ پروژې درلودې، خو سږ کال ۳۲ پروژې لرو چې ټولیز لګښت یې ۳۹۰ میلیونه افغانۍ کېږي.»

په ورته مهال، که څه هم  د خوست والي عبدالقیوم روحاني ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رغنیزو پروژو د پلي کولو ډاډ ورکوي، خو ترڅنګ یې له مسوولینو غواړي چې د هېواد د آبادۍ په موخه له شته فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو مسوولیتونو ته دې په سمه توګه پام وکړي.

روحاني زیاتوي: « دا یو ښه فرصت دی چې موږ باید ګټه ترې واخلو. زه ټولو چارواکو ته سپارښتنه کوم، چې له خپل استعداد څخه د هېواد په آبادۍ کې ګټه واخلي.»

اخوا خوست ښاریان په ښاري برخه کې د روانو رغنیزو پروژو د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې خلکو کاري فرصتونه برابر کړي او د ښاري پراختیا په برخه کې شته نیمګړتیاوو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

 د خوست ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « زه ډېر خوشاله یم چې نن د دې سړک د جوړولو کار پيل شو، په دې سړک ډېر بیروبار وي او خلکو ته ستونزې جوړوي.»

همدارنګه د خوست ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي: «موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې لا زیاتې پروژې په کار واچوي ترڅو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او په کار بوخت شي.»

په خوست ښار کې دا وروستۍ پروژې داسې مهال پیل کېږي، چې ځایي مسوولین وایي د ښاري ماسټر پلان د پلي کولو په موخه به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او په پلې کېدو سره به شته ښاري نیمګړتیاوې هم له منځه لاړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist