Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

له ایرانه د افغان کډوالوجبري ایستلو لړۍ چکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن او پر زور راشړلو په دوام،  له ګاونډي ایران څخه هم پر زوره د افغان کډوالو او پناه  غوښتونکو د را ایستلو لړۍ چټکه شوې.

د هرات اسلام کلا بندر کمیسارۍ مسوولین وایي، هره ورځ له درې تر درې نیم زره افغانان د دغه پولي له لارې هېواد ته را اوړي چې ډېری هغه یې پر زوره د ایراني ځواکونو له خوا له خپلې خاورې ايستل شوي دي.

د مسوولینو په خبره، په دې کسانو کې لسګونه هغه کسان هم شامل دي چې د ايران وېزې او دغلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د هرات اسلام کلا بندر کميسار حضرت الله ضعیم وايي: «په ورځنۍ کچه له ۳۰ تر ۶۰ تنو د وېزو او پاسپورټونو لرلو سربېره، له ایران څخه را ایستل کېږي.»

له ایرانه را ایستل شوي کسان د ایراني ځواکونو د ناوړه چلن خبره کوي او وايي، سره له دې چې ایران د ورتګ وېزې او په دغه هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري، بیا هم د پولیسو له ناوړه چلن سره مخامخ دي او پر زور را شړل کېږي.

د دوی په خبره، که په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شي، هېڅکله به هم بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شي.

له ايرانه تازه را ایستل شوی ځوان وايي: « ما ښوونځی خلاص کړی خو د مجبورۍ له امله ایران ته تللی وم؛ ځکه دلته هېڅ کار نه پیدا کېږي. زه خپله کوټه کې پروت وم چې پولیس راغلل، هرڅه یې مات کړل او موږ یې هم وډبولو. له حکومت غوښتنه کوو، چې دلته په کور دننه راته د کار زمینه برابره کړي ترڅو نورو هېوادونو ته په تګ مجبوره نه شوو.»

همدارنګه له ايرانه یو بل راستون شوی کس بیا وايي:«۱۵۰ تنه یې را واړولو، ایران کې ژوند سخت شوی، هېڅکله اسانه نه و.»

په ورته وخت کې د هرات ځايي چارواکي د ایراني پولیسو له خوا له پاسپورټ او قانوني اسنادو سره د افغانانو شړلو لامل د کاري ویزو نه درلودل بولي او وايي، هغه کسان چې ايران ته د کار لپاره ځي، بايد د سیاحتي ويزو پر ځای کاري ویزې واخلي.

ډېری افغانان ایران ته د کار لپاره ځي، خو داسې کسان هم شته چې غواړي د ایران له لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته لاړ شي.

ایران ته ډېر ورتلونکي افغانان په سیاحتي وېزو ځي؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې ولې د ایران حکومت د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په کتو، کاري ویزې نه ورکوي؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist