Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

کارپوهان: د اسلامي امارت رهبر باید خپل ولایتي سفرونه زیات کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو د درېيو کلونو په تېرېدو سره د اسلامي امارت رهبر شیخ هبته‌الله اخندزاده يو شمېر ولايتونو ته سفرونه وکړل چې وروستی هغه یې فارياب ته شوی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د اسلامي امارت رهبر باید خپل ولایتي سفرونه ډېر کړي او له ولسونو سره مخامخ لیدنې ولري.

د دوی په خبره، په تېرو درېيو کلونو کې نوموړی څو محدودو ولايتونو ته تللی او پر همدې اساس اړتيا ده چې ټولو ولايتونو ته پرله پسې سفرونه ولري، د خلکو ستونزې له نږدې واوري او د وضعيت په تړاو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له خلکو سره نږدې پاتې شي.

د سیاسي چارو کارپوه سليم پيګير وايي: « د اسلامي امارت رهبر شیخ هیبت الله اخوندزاده ته په کار ده چې دغه شان سفرونه ټولو ولایتونو ته ولري، د خلکو ستونزې مخامخ واوري او حل کړي.»

د اسلامي امارت رهبر وروستی سفر فاریاب ولایت ته شوی. چارواکي وايي، فارياب کې د اسلامي امارت رهبر د خلکو ترمنځ بې ‌اتفاقۍ او قوم ‌پرستۍ پر له منځه وړلو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې خلک باید له دغو کارونو ډډه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان د اسلامي امارت د رهبر ولایتي سفرونه مهم بولي، خو زياتوي، نوموړی ولايتونو ته د ورته سفرونو په زياتولو سره کولی شي د ستونزو پر موندلو سربېره، ولسي ملاتړ هم جلب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر جنت فهیم چکري وايي: «بادغیس او بامیان ولایتونو ته د امیرالمؤمنین سفر یو ښه ګام دی. هرڅومره چې د هېواد لومړی درجه کس خلکو ته نږدې شي، یو ښه اقدام دی. »

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولايتونو خلکو هم غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت رهبر شخ هبته‌الله اخندزاده باید د ولسونو په ستونزو پوهېدلو لپاره ولايتونو ته ورشي او د حل ډاډ دې ورکړي.

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په تېرو درېيو کلونو کې د اسلامي امارت رهبر یوازې څو ولايتونو ته په سفر تللی او له چارواکو سره په ليدنو کې لازمې سپارښتنې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist