یوه روغتیایي سرچینه وايي، له تېرې شپې راهیسې د کندهار په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو او د ښار اتمې، اوومې، شپږمې او پنځلسمې حوزو کې د جګړو له امله د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته ۱۱ مړي او ۴۱ ملکي وګړي ټپیان ورو وړي دي.
د سرچینې په خبره، وژل شویو کې ۳ پولیس شامل دي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
له تېرې یوې اوونې راهیسې د کندهار ښار په یادو سیمو کې جګړې روانې دي او ځینې سیمې طالبانو نیولي دي.
له دغو جګړو څخه تر دا مهاله سلګونه کورنیو خپلې سیمې هم پرېیښي دي.