سرچینې وایي، تېره شپه افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ بازار له جګړې پرته طالبانو ته پريښی دی.
د سرچینې په وینا، چې له ښایسته پمپ څخه بیا د وېش تر دروازې ټوله ساحه طالبانو نیولې، او د تادین خان پر کور یې جګړه پیل کړې ده.
که څه هم رسمي سرچینې په دې اړه څه نه وايي، خو هلته ځايي اوسېدونکي وايي، چې د تادین خان کور او مهم امنیتي ځایونه محاصره دي.
اوس جګړه د بولدک د بازار، منار چوک، پوپل مارکېټ، سرحدارۍ او کمیسارۍ سره روانه ده.
د کندهار ولایتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سپین بولدک د کندهار بندري، خو مهمه ولسوالۍ ده, چې پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه پرته ده او د اقتصادي راکړې ورکړې مهم ادرس بلل کیږي.
د دې ولسوالۍ د بازار له نیول کیدو سره سم د کندهار ښار پر ۷ مه او ۸ مه امنیتي حوزو هم تېره شپه درنه جګړه شوې، چې د زیان په اړه یې تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.