د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند حسین خېلو سیمه کې ناپېژانده وسله و الو ۳ امنیتي کار کوونکي په غلچکي برید کې و وژل.
ځايي سرچېنې وايي، دا برید شاوخوا اته بجې شوی دی.
وژل شوي د کورنیو چارو وزارت منسوبین ګڼل شوي او برید هم دوه پلو بریدګرو کړی دی.
د برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی.
د کابل پولیسو هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.