په غور ولایت کې هغه ۱۰۴ کلنه دوښمني پر دوستۍ بدله شوه،چې په کې له دواړو خواوو ۴۷۲ تنه وژل شوي وو.
دغه دوښمني او له امله یې خونړۍ شخړې د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د سردارخېلو او تایمني قومونو ترمنځ د ۶۰۰ زره جرېبه ځمکې پر سر رامنځ ته شوې وه.
د شخړې ښکېلو خواوو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسوولینو په منځګړیتوب یو بل ته غېږه ورکړه او ژمنه یې وکړه، چې نور به له یو بل سره دوښمني نه کوي.
د تایمني قوم استازی عبدالرحمان مزمل وايي: «دا چې د اسلامي امارت چارواکو او په ځانګړې توګه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د دې دوښمنۍ د حل کولو پرېکړه وکړه او بالاخره یې دا قضیه حل کړه، موږ ترې راضي یو؛ ځکه چې دا ۱۰۰ کلنه او ناورین زیږوونکې موضوع نوره پای ته ورسېده.»
همدارنګه د سردارخېلو قوم استازی نور احمد تقي زاده بیا وايي:« د خدای شکر اداء کوم، چې دا قضیه نن ورځ حل شوه. ما د قوم د استازي په توګه لاسلیک وکړ او خپل رضایت مې اعلان کړ. موږ د علماوو او اسلامي امارت له پرېکړو راضي یو او منو یو.»
بله خوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري وایي، هڅه کوي په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ د تېرو کلونو دوښمنۍ پای ته ورسوي.
د نوري په خبره، د اسلامي امارت له حاکمیت سره په ټول هېواد کې څه باندې ۴۵۲ لویې شخړې پر دوستۍ بدلې شوې دي.
هغه زیاتوي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ټول هېواد پر کچه ۴۵۲ وضعیتونو کې اصلاحات راوړل شوي. په دې کې د ولایتونو، ولسوالیو، قبایلو، کلیو، کورنیو او اشخاصو ترمنځ شخړې او دوښمنۍ شاملې دي چې پای ته رسول شوې.»
دا په داسي حال کې ده، چې د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د دواړو قومونو ترمنځ ۱۰۴ کلنې شخړې کې په سلګونو کسان ټپیان او دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي وو.