Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان ناسته؛ له غړو هېوادونو د متقي غوښتنې څه وې؟

د اسلامي همکاریو سازمان ناسته؛ له غړو هېوادونو د متقي غوښتنې څه وې؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو  ۵۰ مې ناستې ته، چې د کامرون هېواد په پلازمېنې یاونډي کې جوړه شوې وه، د وینا پرمهال وویل، واشنګټن د افغانانو میلیاردونه ډالره پانګه کنګل کړې، اقتصادي بندیزونه یې لګولي او همدا راز یې د رسمیت پېژندنې مشروع حق اخیستی دی .

د متقي په خبره،  د افغانستان حکومت د یوې تبلیغاتي جګړې هدف ګرځېدلی او د افغانستان په تړاو ناسم راپورونه او مالومات خپریږي.

متقي د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتي، چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې، د افغانستان د کنګل شوې شتمنیو د آزادولو او دغه راز پر افغانستان د لګول شویو اقتصادي بندیزونو لرې کولو په برخه کې مرسته وکړي .

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست زیاتوي:« د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر شتمني د امریکا متحده ایالتونو له خوا کنګل شوې، پر افغانستان غیر عادلانه اقتصادي بندیزونه لګېدلي، په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ورڅخه اخیستل شوی او ان په نړیوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازیتوب غیر انکاري حق اخیستل شوی. پر دې سربېره، د یوې منظمې تبلیغاتي جګړې هدف او د یو اړخیزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوی دی. ټول هېوادونه باید د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنیو آزادولو، له افغانستانه د اقتصادي او د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو د سفري بندیزونو د لرې کولو لپاره جدي هڅې وکړي.»

متقي په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان د ټولو هېوادونو په اړ مثبت لید لوری لري او غوښتنه کوي، چې نور هېوادونه هم اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته را وړاندې شي  .

نوموړی زیاتوي: « افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د ټولو هېوادونو ترڅنګ د نړۍ ټولو هېوادونو ته په مثبت نظر ګوري او له هغوی هم د مثبت تعامل غوښتنه لري.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصادي راکړه ورکړې لپاره برابرو شویو فرصتونو یادونه کړې او هیله یې ښودلې، چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونو د افغانستان جغرافیايي او ټرانزیتي موقیعت ته په کتو، له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې ملګرتیا ته داخل شي .

متقي زیاته کړې: « د اسلامي همکاریو سازمان غړي او د نړۍ نور هېوادونه د مشترکو مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې ملګرتیا ته داخل شي. افغانستان د ستراتیژيک موقعیت، پراخو طبیعي زېرمو او ارزانه بشري ځواک په لرلو سره د ډاډمن امنیت، اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ تګلارې او مخلصانه سیاسي هوډ په سیوري کې د سیمه ییز اتصال او پانګونې بې مثاله فرصت دی.»

د چارو څارونکو په باور، په دې ناسته کې شوې غوښتنې په حقایقو ولاړې دي، خو د هېوادونو له لوري یې منل د کابل له لوري د ځینو کورنیو دندو ترسره کولو ته اړتیا لري. دوی وايي، له قانوني لارو د حکومت دایمي کول، په اداره کې د اسلامي امارت له غړیو پرته نورو خلکو ته ونډه ورکول او ځینو وروستیو دریځونو کې نرمښت راوړل هغه مسایل دي، چې هېوادونو یې له کابل تمه لري .

د سیاسي چارو شنوونکی فیض محمد ځلاند وايي: « د دوی د غوښتنو پر وړاندې هېوادونه هم ځینې غوښتنې لري. تر ټولو مهمه یې دا ده، چې ځینې کورنۍ چارې باید موږ په خپله ترسره کړو، له سرپرستې ادارې څخه دایمي ادارې ته لاړ شوو، یوه قانونمنده اداره جوړه کړو، په عامه اداره کې ولس ته ونډه ورکړو او په ټوله کې د هغو اندېښنو لپاره مثبت ځواب ولرو، چې سیمه او نړۍ یې لري.»

درې کاله پوره شول، چې اسلامي امارت پر افغانستان حاکم دی، خو تراوسه هېڅ یوه هېواد پر رسميت نه دی پیژندلی.

 اوس غوښتنه دا ده، چې کابل او نړۍ دواړه باید له انعطاف کار واخلي او د یوبل د مشروع غوښتنو په منلو سره رسمي تعامل ته ورسیږي.

 باور دا دی، چې له دې سره به افغان ولس له نړیوالې اقتصادي او سیاسي انزوا وژغورل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist