کندهار کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله ۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روغتیايي سرچینې وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مېرویس روغتون ته د کندهار ښار له اوومې حوزې، ارغنداب، شاوليکوټ، ژېړۍ ولسوالیو او ۱۵مې حوزې څخه تر دې دمه ۲۴ ملکي وګړي ټپيان او د ۸ ملکیانو جسدونه ور وړل شوي دي.
حکومتي مسوولينو تر دې دمه د يادو شمېرو په اړه څه نه دي ويلي.
د تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار ښار په یو شمېر امنيتي حوزو طالبانو بریدونه پیل کړي، چې ځینې سیمې يې له حکومتي ځواکونو نیولي دي.