روسي چارواکو خبر ورکړی، چې مزار ښار کې یې خپله کونسلګرۍ په لنډمهالي ډول تړلې ده، چې د وضعیت په ښه کېدو سره به بېرته د دوی ډیپلوماټان په کونسلګرۍ کې ځای پرځای شي.
په تاشکند کې هم چارواکو ویلي، چې روسي ډیپلوماتان له افغانستانه دغه ښار ته بېول شوي دي.
بلخوا هند هم ویلي، چې له مزار شریف ښاره یې خپل ډيپلوماتان ایستلي، خو د کونسلګرۍ چارې به د افغان او ځايي همکارانو پر مټ مخ ته وړل کېږي.
هند له کندهار هم خپل ډيپلوماټان ایستلي دي.