Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان موسیقۍ انستیتیوت دوه سندرې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ډالۍ کړې

admin by admin
2021/07/12

(ای سربازه یاره) او په (مینه دا وطن) دوه هغه پخوانۍ حماسي سندرې دي، چې افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت له لوري بیاځلي بولل شوي، نن یې پرانیسته وشوه او  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډالۍ شوې.

د یاد انستیتیوت مشر محمد ناصر سرمست وايي، دا دوه سندرې په روان حالت  کې د امنیتي ځواکونو مورال لوړولو په موخه ویل شوي دي.

سرمست وايي، سره له دې چې د تېر پرتله له حماسي موسیقۍ پام اوښتی، خو دوی هڅه کوي، دا هنر ژوندی وساتي.

د سرمست په خبره، په روانو حالاتو کې د حماسي سندرو اړتیا ډېره ده چې د موسیقۍ او هنر له لارې د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو مورال لوړ کړي.

سرمست زیاته کړه:« په دې سندرو کې د وطن مینه، د خلکو مینه، د خلکو تر منځ قربانۍ او سرښندې ته تیاری او د ملي نوامیسو او فرهنګي تنوع یادونه شوې،چې اوس مهال یې اړتیا ډېره لېدل کېږي.‎»

د افغانستان  موسیقۍ انستیتوت استاد  محمد قمبر نوشاد بیا وايي: « ویاړم چې د موسیقۍ له لارې خپله برخه مسولیت چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دی ادا کوم او په سختو حالاتو کې یې تر څنګ درېږم.»

د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت له لوري د پخوانیو دوو سندرو بیا بوللو پرانېست غونډه کې د ولسمشر سلاکار او د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مشر وحید عمر هم ګډون کړی و.

عمر د یاد انستیتیوت د دې کار ستاینه او هرکلی وکړ او روانو حساسو شرایطو کې چې جګړې زور اخېستی د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ یې د هر افغان دینې او ملي مسوولیت یاد کړ.

عمر زیاته کړه:« حماسي سندرې د مورال، انګیزې او په خلکو کې د بیدارۍ په برخه کې مهمه ونډه لري. موسیقي او حماسي سندرې په هغو مقاومتونو کې ډېرې مهمې دي،چې د ظلم او جبر پر وړاندې ترسره کېږي.»

د دې حماسي سندرې شعر او هنریت ښايي ډېری افغانانو او د موسیقۍ مینه والو ته اشنا وي، چې لسیزې پخوا په ۱۹۸۰ یم کال کې د بخت زمينې په غږ ویل شوې او د امنیتي ځواکونو د مېړانې، سرښندنې او اتلولۍ یادونه په کې شوې.

لس کاله کېږي چې د افغانستان د موسیقي انستیتیوت د آرکستر ډله فعالیت کوي او د موسیقۍ له لارې  خپل پیغام افغانانو او نړیوالو ته وړاندې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist