Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: نږدې راتلونکي کې به پر هوايي حريم بشپړ کنټرول ولرو

فطرت: نږدې راتلونکي کې به پر هوايي حريم بشپړ کنټرول ولرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په  دوام، دا د ملي دفاع وزارت پرون چهارشنبه د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۷ مه ) د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دغه وزارت چارواکو د وسله وال ځواک روزنه او سمبالول، د هېواد په کچه د امنیت او ټیکاو ټینګښت، د سرحدونو ساتنه، د سپکو او درنو وسلو بیا رغول، د پرسونل ظرفیت لوړول او همدا راز د وسله والو ځواکونو شمېر زیاتول د تېر کال مهمې لاسته راوړنې وګڼلې.

د دغه وزارت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د ملي دفاع وزارت د تېر کال راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، له هغو هېوادونو سره له دیپلوماتیکو چینلونو له لارې خبرې روانې دي چې د افغانستان پر هوايي حریم تېری کوي.

د فطرت په خبره، ډېر ژر به د افغانستان هوايي حریم د افغانانو تر کنټرول لاندې راشي.

فطرت زیاتوي:« له ډیپلوماتیکو له لارو هغوی سره د خبرو کولو هڅه شوې، چې زموږ هوايي حریم نقضوي. همدارنګه ملي دفاع وزارت لاس تر زنې نه دی ناست، جدي هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به هوايي حریم زموږ تر کنټرول لاندې شي او له هغX وروسته به هېڅوک زموږ پر هوايي حریم تېری نه شي کولی.»

په ورته وخت کې فطرت په افغانستان کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې او له منځه تګ خبر ورکوي او زیاتوي، چې اوس مهال دغه ډله په هېڅ ځای کې فزیکي حضور نه لري.

لوی درستيز په دې اړه وايي: « که څه هم داعش په ځینو سیمو کې تخریبي عملیات کړي، خو دغه ډله د افغانستان په هېڅ ځای کې فزیکي حضور نه لري. اسلامي امارت هڅه کړې،چې دغه عملیات هم صفر کړي. اوسمهال داعش په بشپړه توګه له منځه وړل شوی.»

فطرت د افغانستان د پوځي الوتکو او چورلکو په اړه د امریکا او ازبېکستان ترمنځ شوې موافقې په اړه هم غبرګون وښود.

لوی درستیز ازبېکستان ته اړول شوې الوتکې او چورلکې د افغانانو حق وګاڼه او وویل، چې د بېرته ترلاسه کولو لپاره به له هرې ممکنه لارې کار واخیستل شي.

هغه زیاتوي:« دغه الوتکې په افغانستان پورې اړه لري او زموږ حق دی. موږ د خپل حق اخیستلو لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلو. پر ازبېکستان هم غږ کوو چې د ګاونډیتوب اصول په پام کې ونیسي او داسې څه ونه مني، چې له مخې یې یو زورواکی د بل چا حق دوی ته وبښي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، دا مهال د وسله والو ځواکونو شمېر له ۱۸۰ زرو اوښتی او ټاکل شوې دغه شمېره تر ۲۰۰ زرو ورسوي.

د خوارزمي په خبره، وسله وال پوځ ته یې د جلب او جذب اصلي معیار اسلامیت او افغانیت دی، خوهغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کیږي، چې تېر ۲۰ کاله یې په افغانستان کې د امریکا او متحدینو د حضور پر وړاندې مبارزه کړې.

خوارزمي زیاتوي:« د جلب او جذب لپاره د ملي دفاع وزارت د مشرتابه معیار افغانیت او سلامیت دی، خو په تېرو درېیو کلونو کې د جلب او جذب لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړل شوی، چې تېر ۲۰ کاله له اسلامي امارت سره وو او له امریکایانو سره جنګېدلي دي.»

ملي دفاع وزارت که څه هم خپل ځواکونه په اړینو پوځي تجهیزاتو سمبال بولي او وايي د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دي، خو هڅې روانې دي، چې وسله وال ځواکونه لا په پرمختللو وسلو او ټکنالوجۍ سمبال شي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist