د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په افغانستان کې روان وضعیت ترکمنستان ته اندېښې پیدا کړې دي.
ترکمن چارواکو ویلي، دمګړۍ یې خپل ځواکونه پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي او د درنو او سپکو وسلو د ځای پر ځای کولو لړۍ روانه ده.
سرچینه وایي، په دې وسلو کې ټانکونه، چورلکې، جيټ الوتکې، تازه دمي سرتېري او دفاعي سیستم شامل دي.
ترکمنستان وایي، هڅه کوي له افغانستان سره په سرحدي سیمو په تېره په هغو سیمو کې، چې له افغانستان سره د تګ راتګ لاره ده، لازیات امنیتي تدابیر ونیسي.
تر دې وړاندې تاجکستان هم ویلي وو، چې له افغانستان سره پر پوله یې امنیتي تدابیر ډېر کړي او لا ډېر سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي.