په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره لیدنه کې ویلي، دوی د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي او خپلې اړیکې به لا پیاوړې کړي.
ویلسن ویلي، دوی اجازه نه ورکوي،چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.
بل پلو د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر بیا ویلي، افغانان سولې ته اړتیا لري او امریکا ته پکار ده،چې دې برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
اتمر له امریکا غوښتي،چې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره لا ډېره هڅه وکړي او نړیوال اړ کړي،چې افغانستان کې له دایمي سولې سره رښتیني همکاري وکړي.