Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ سوداگرۍ او پانګونې خونه: وروستیو ناامنیو حیرتان بندر کې صادرات او واردات کم کړي

admin by admin
2021/07/12

د هېواد په شمال او لويدېځ کې د طالبانو لاس ته د ځېنو سوداگريزونو بندرونو له لوېدو وروسته اوس د بلخ ولایت سوداگرۍ او پانګونې خونه وايي، حيرتان بندر کې د وارداتو او صادراتو کچه د تېر پرتله نيم په نيمه راټيته شوې ده.  

د یادې خونې  مشر  نصير احمد قاسمي له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د روان وضعيت په دوام سره به حيرتان کې سوداگريزې چارې نورې هم زيانمنې شي.

قاسمي زیاته کړه:«حیرتان بندر ته شااوخوا درې میاشتې وړاندې د ورځې په منځڼۍ کچه ۲۵۰ باربري موټر داخلېدل. خو اوس د حیرتان بندر ته  په منځنۍ کچه د ورځې ۱۰۰ یا ۱۲۰ باربري موټر داخلېږي. د افغانستان صادرات، چې موږ بېلابېلو هېوادونو ته  لرل، د  وروستیو نا امنیو له  امله خنډ سره مخ شوي دي.»

د قاسمي په وينا،حيرتان کې د سوداگريزو چارو د ټکني کېدو تر څنګ د روانو نا امنيو له امله بلخ ولايت کې د پانګونې کچه هم د پخوا پرتله ټيټه شوې ده.

په ورته مهال يو شمېر سوداگر د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د جګړو له امله د وارداتو او صاداراتو کچې ټيټېدو سره په بازارونو کې د توکو بيې هم لوړې شوې دي.

بلخ کې د کسبه کارانو او اصنافو مدير ميرویس احمدي  وايي: « ناامنۍ په ټوله کې اغېزه لري. پخوانی بازار پاتې نه دی. تاسو ته مالومه ده،چې بازار له  ۵۰ سلنې هم ډېر کمزوری شوی دی او ښکته راغلی دی.»

خو  د بلخ ولايت والي فرهاد عظیمي بیا ډاډ ورکوي،چې د حيرتان بندر امنيت خوندي دی.

عظيمي زیاته کړه:« اوس د حیرتان بندر کې هېڅ ګواښ شتون نه لري. موږ  ټولو نظامي او ملکي مامورینو ته لارښونه کړې، چې د تېر په څېر خپل کارونه مخته یوسي.»

په وروستۍ يوه میاشت کې طالبانو د اسلام کلا، شيرخان او آقينې سوداگريزو بندرونو کنټرول خپل کړی، چې چارواکي وايي له همدې امله د ګمرکونو د عوايدو کچه هم په بېساري ډول راټيټه شوې ده.

خبریال 

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist