د نایجر په سوېل لوېدیځ کې د وسله والې نښته شوې،چې له امله یې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه پېښه د مالي پولې ته څېرمه چوما بانګو کلي کې شوې، چې ډېر وژل شوي کسان یې وسله وال برېدګر دي.
دفاع وزارت وايي، په وسلو سمبالو شااوخوا ۱۰۰ وسله والو برېدګرو چې پر موټرسایکلونو سپاره ول، ماسپښین پر چوما بانګو کلي برید کړی.
د یاد وزارت په خبرهر، دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټک اقدام سره وکولائ شول، برید شنډ او دښمن ته درنه مرګ ژوبله واړوي.
چوما بانګو په تیلابیري سیمه کې هغه کلی دی،چې د مالي سرحد ته څېرمه پروت دی او وخت ناوخت وسله والې ډلې پرې بریدونه کوي.