Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: تېرکال د ټرافیکو پېښو له امله نږدې ۸ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کورنیو چارو وزارت: تېرکال د ټرافیکو پېښو له امله نږدې ۸ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/28

 د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو په لړ کې پرون سې شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۶مه) د کورنیو چارو وزارت خپل یوکلن راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت چارواکي وايي،، په تېر یوه کال کې د ټول هېواد پر کچه له ۴ زرو زیاتې ټرافیکې پېښې رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۵ زره نور ژوبل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي: « د یو کال په اوږدو کې ۴ زره ۲۷۸ ټرافیکې پېښې رامنځته شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰۱ تنه مړه او ۵ زره ۹۹۶ تنه ژوبل شوي دي.»

قانع وايي، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ځانګړې طرحه جوړه شوې، چې په پلي کېدوسره به یې تر ډېره د ټرافیکي پېښو مخنیوی وشي.

همدارنګه قانع وايي، په نږدې راتلونکي کې به د موټر چلونې جواز او د موټرو د ګرځېدو سند یا جواز سیر هم برښنايي سیسټم ته واړول شي. 

د قانع په خبره، د ټول هېواد پر کچه د سړي تښتونکو بانډونه له منځه وړل شوي او د یوه کال په موده کې هېڅ یوه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

دغه راز قانع وايي، په تېر یوه کال کې د ځانګړو عملیاتونو پرمهال د ټول هېواد په کچه ۷۶ برمته نیوونکي یا اختطاف چیان نیول شوي او ۲۴ تنه یې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي: «پولیسو د برمته نیونکو پر وړاندې ۲۵۰ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۷۶ تنه انسان تښتوونکي نیول شوي او ۲۴ نور له پولیسو سره په جګړه کې وژل شوي دي. اوسمهال د هېواد په کچه د انسان تښتونې هېڅ ډول پېښه نه لرو.»

د کورنیو چارو وزارت چارواکي په ټول هېواد کې د نشه یي توکو د صفر کېدو خبر هم ورکوي او وايي، د تېرکال په موده کې له ۳ زره او ۶۰۰ ټنو زیات بېلا بېل نشه یي توکي نیول شوي، د الکولي مشروباتو۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوې او په تور یې ۱۰ زره ۵۶۴ کسان نیول شوي دي.

د چارواکو په خبره، د کورنیو چارو وزارت منسوبینو له ۱۷ زرو جریبو زیاته ځمکه یې د نشه یي توکو له کښت پاکه کړې او نږدې ۲۸ زره روږدي کسان یې راټول کړي او درملنه یې شوې ده.

قانع په دې اړه وايي: « ۳ زره ۶۴۳ ټنه بېلابېل ډوله مخدره مواد کشف او له منځه وړل شوي. د نېشه يي توکو ۷۹۰ بابه کارخونې ویجاړې شوې او ۱۰ زره ۵۶۴ تنه د نشه يي توکو اړوند جرمونو په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي ارګانونو ته استول شوې دي. ۱۷ زره ۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.»

په ورته وخت کې قانع وايي، په تېر یوه کال کې ۹۰ تنه د تاریخي آثارو د غیر قانوني کېندنو په تور هم نیول شوي او شاوخوا زر قلمه لرغوني آثار ملي میوزیم ته سپارل شوي دي.

هغه زیاتوي: « ۹۰ تنه د لرغونو آثارو د غیر قانوني کېندنو په تور نیول شوي دي»

د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په خبره، تېر کال د تدارکاتو په برخه کې څه باندې ۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت په ۲۲۸ پروژو کې شاوخوا ۱.۳ میلیارده افغانۍ سپما کړې.

د وزارت په کلني راپور کې راغلي، چې د امنیت ښه ټینګښت او د جرایمو د مخنیوي لپاره په ولایتونو او پلازمینې کابل کې پولیسو ته سلګونه عرادې موټرسایکلونه هم وېشل شوي دي.

دغه وزارت وايي، په هوايي ډګرونو، لویو لارو او بندرونو کې د شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالرو، سوونه زره اروپايي یورو، میلیونونه سعودي ریالونو او زیاته اندازه سرو زرو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist