Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوچستان او شمالي وزیرستان کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي

بلوچستان او شمالي وزیرستان کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/28

د بلوچستان آزادي غوښتونکو(بي.اېل.اې) او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) له لوري روانه اوونۍ په څو پرلپسې برېدونو کې د پاکستان د پوځ لسګونه  پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. 

بلوڅ آزادي غوښتکو په خبرپاڼه کې د هېراف په نوم پوځي عملیاتو له پيل خبر ورکړی او ادعا يې کړې، چې په دې عملیاتو کې یې د پاکستان له۱۰۰ زیات پوځیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې له پاکستاني ځواکونو څخه یې یو شمېر پوځي مرکزونه او پوستې هم نیولي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د هېراف په عملیاتو کې د بلوچستان پر لویه لار د پاکستاني پوځيانو «بېلا» نومي پوځي مرکز نیول شوی او ۶۳ پوځیان په کې ووژل شوي دي. همدارنګه د بلوچستان په شاوخوا ۱۱ ولسوالیو مستونګ، پسني، کلات، ګوادر، پنجګور، تُربت، موسی‌خېل، سیوۍ، پښین، بېلا او کوټه کې د هدفي بریدونو په پايله کې ۱۳۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.»

له دې سره، د شمالي وزیرستان په رزمک بازار کې چاودنې هم ۵ کسان وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

په ورته مهال د خیبر پښتونخوا د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ غړی عمر شېراني هم د دېره اسماعېل‌خان په درابڼ سیمه کې یوه برید کې وژل شوی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د یاد غورځنګ یو له مخکښو غړیو یاد کړی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي:« په ډېرې خواشینۍ سره اعلانوم، چې زموږ یو مخکښ غړی عمر شېراني په ظالمانه توګه د درابڼ سیمې په ترهګریز برید کې شهید شوی دی.»

بله خوا، د پاکستان حکومت د بلوڅ آزادي غوښتونکو له لوري د لسګونه پوځیانو د وژلو ادعا ردوي او وايي، له بلوڅ آزادي غوښتونکو سره یې په جګړه کې ۱۴ پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د امنیت په ټینګښت کې کمزورتیا ته ځای نه شته او وسله ‌والو د ځپلو لپاره به سمې پرېکړې وکړي.

هغه زیاته کړې:« د کمزورتیا لپاره ځای نه شته. له پرېکړه کوونکو اقداماتو سره به مخ ته ځو، ترڅو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په قبایلي سیمو کې له پښتنو او بلوچستان کې له بلوڅانو سره د پاکستان د پوځ ناسم چلن د دغه هېواد پر وړاندې وسله وال تحرکات زیات کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « تر هغو چې د بلوڅانو، پښتنو، سېندیانو او نورو لږکیو حق ور نه کړل شي، پایله به یې همداسې وي، پنجابیان به وژل کېږي او پاکستان به د خرابۍ خواته ځي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور احمد پښتین بلوچستان ته د داخلېدو بندیز لګولی دی.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ د حق غوښتنې په خپله مبارزه کې تر دې مهاله يو شمېر مخکښ فعالان له لاسه ورکړي او ان د علي وزير په شمول يې ګڼ نور مخکښ مشران د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist