Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د هوکړې لپاره خپله ډیپلوماسي جاري وساتم

admin by admin
2021/07/11

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا د سېمې هېوادونو ته په سفر وتلی.

خلیلزاد وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د سیمې له هېوادونو سره پر ګده حل لار پیدا کړي.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د هوکړې لپاره خپله ډیپلوماسي جاري وساتي.

د هغه په وینا، یوې داسې سولې ته اړتېا ده چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په کې خوندي وي.

خلیلزاد زیاته کړې: « موږ به له افغان جهتونو او سیمه ییزو او نړیوالو  ښکېلو غاړو سره پر ګډه کار کوو، تر څو د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د حل لاره پیدا کړي. هغه حل لاره چې د افغانستان خلکو امنیت، یووالی، حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا تامین کړي.»

خو د ساسي چارو یو شمېر شنونکي بیا  وایي، پر طالبانو د جګړې کمېدو او په حکومت د سولې لپاره فشارونه راوستلی شي، ترڅو واک درېیم لوري ته وسپارل شي.

د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله برهاني وايي:«  د فشار اصلي لوری چې سړی ووایي هغه د کابل لوری ده، چې باید فشار پرې راشي، ترڅو سوله لومړیتوب وګڼي او قرباني ورکړي. دا قرباني د طالب لپاره نه، د خلکو لپاره باید واک درېیم لوري ته وسپاري. په عین وخت کې پر طالبانو دا فشار راوستلی شي چې اورکم او اوربند طرف ته لاړ شي، نه دا چې د جګړې څپې نورې وغځیږي، ترڅو طرفین د سولې خوا ته لاړ شي.»

روانو سختو نښتو ولسمشر غني پر طالبانو غوسه کړی او د  دوی پر وړاندې یې دریځ خورا سخت شوی دی.

د هغه وروستی غږ په خوست کې پر دې ډلې و چې د سولې خبرو ته دې کېني او دا دې ووایي، چې جګړه د چا لپاره کوي؟ خو طالبان بیا د سولې برخه کې افغان حکومت خنډ بولي.

د چارو شنونکي وایي، خلیلزاد به دا ځل د سیمې هېوادونو ته دا پیغام ورکړي،چې افغانان پرېږدي ترڅو د خپل هېواد راتلونکې پر خپله وټاکي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل نادم  وايي:« ډاکتر خلیلزاد به په دې سفر کې د تاشکند په کنفرانس کې برخه واخلي. دغه کنفرانس د هېوادونو ترمنځ د نښلول کېدو کنفرانس ده، چې ډېر اغېزناک ده او دلته به د امریکا پیغام دې هېوادو ته ورسوي،چې افغانستان د هېوادونو د د نښلول کېدو سیمه ده او باید مداخله ونه کړي، پرېږدي چې افغانستان کې سوله او ثبات راشي د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ  پر ګټه ده. افغانان چې دا ۴۲ کاله جګړه کې سوځي، دوی ته باید فرصت ورکړل شې، ترڅو خپل برخلیک پر خپله وټاکي او جګړه پای ته ورسېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې ویل شوي چې خلیلزاد به د افغان سولې لپاره په دې سفر کې چې مرکزي اسیا او منځنی ختیځ هم په کې شامل دی، پرېکنده ډیپلوماټکي هڅې وکړي. خلیلزاد به دوحه کې د سولې مرکچي ډولو سره هم لېده کاته وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال بیا پر سفر راوتلی چې طالبانو په یو شمېر ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist