وسله والو طالبانو تېره شپه د بادغیس مرکز قلعه نو ښار باندې له څو خواوو بریدونه پیل کړي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، جګړه اوس هم شته او طالبان د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
هغه وایي، دا پر قلعه نوښار د طالبانو پنځم برید دی، چې پرشاه تمبول کېږي.
د شمس په وینا، د تېرې شپې جګړه کې عامو خلکوته هم ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
نوموړی ادعا کوي، چې د تېرې شپې جګړه کې یې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه وایي، د دوی له لوري یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او ۳ د ملي اردو سرتېري ټپیان دي.
د بادغیس عامي روغتیا ریاست وایي، دتېرو څو ورځو جګړو له امله روغتون ته ۴ جسدونه او تر ۷۰ زیات پټپيان ور وړل شوي، چې ټول یې ملکیان دي.