د بلخ ملي امنيت رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې نن سهار يې د مزارشریف ښار نهمې ناحيې مربوطاتو کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د هدفي وژنو مسوول مولوي عبيد وژلی او د طالبانو يو بل مهم غړی يې نيولی دی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، دغو کسانو وړاندې تر دې په يو شمېر هدفي وژنو کې لاس درلود او اوس یې پلان جوړ کړی وو، چې مزارښار کې يو څارنوال ترور کړي.
د خبرپاڼې په حواله، د بلخ ملي امنيت رياست ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې مولوي عبيد وژلی او د محمد عمر په نوم د هغه يو ملګری يې ژوندی نیولی دی.
طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.