د کابل ټول ټاکنیز کار کوونکي شړل کېږي او رایې له سره شمېرل کېږي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي، د کابل ولایت ټولې رایې به بېرته له سره شمېرل کېږي.
فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو کمیسیون د دې پرېکړي هرکلی کړی.
کمیسیون د رایو بیا شمېرلو لامل د ټاکنو په ورځو کې د رایه اچونې مرکزونو پر وخت نه پرانیستل کېدل، د بایومټرېک الاتو خرابی او د دغه ولایت په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې یادې کړي دي.
تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم پرېکړه کړې وه، چې د رایې اچونې د ټولو هغو مرکزونو رایي دې له سره وشمېرل شي چې د درغلیو په اړه یې جدي شکایتونه شوي.
د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد یوې خبرې غونډې ته ویلي، له کابل سره – سره به د هر هغه ولایت رایې چې د رایو د تور او سپین په اړه یې جدي پوښتنې راولاړې شوي، له سره شمېرل کېږي.











