د ۲۰۵ تندر اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی وايي، د کندهار ښار اوومې حوزې کې یې پر طالبانو هوايي برېدونه کړي دي.
عیسی وايي، هوايي بریدونه پر هغو طالبانو شوي،چې پر افغان ځواکونو یې د لویو بریدونو لپاره چمتووالی نیوه.
هغه وايي، د دغو هوايي بریدونو پر مهال شااوخوا ۷۰ طالبان وژل شوي ا و ۸ نور ټپيان دي.
د کندهار ښار په اوومه حوزه کې له پرون سهار راهیسې طالبانو د افغان ځواکونو پر ضد جګړې پيل کړي دي.
د کندهار ښار اوومه حوزه له مرکزي او ګڼ میشتو سیمو ده،چې د کندهار عمومی زندان هم په کې موقعیت لري.
بل پلو د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۶ وژل شويو جسدونه او ۵۷ نور په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
روغتیايي چارواکو د ۳۰ ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.