د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، دا هرڅه هره شېبه بدلیدای شي.
کربي سي این این تلویزیون ته تایید کړه، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دغه هېواد امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
هغه د طالبانو دغې ادعا ته، چې ګنې ۸۵ سلنه خاوره یې تر کنټرول لاندې ده وویل، د سیمو د لاندې کولو معنا دا نه ده، چې یوه ډله به هغه وساتلی شي.
د جان کربي په وینا له همدې کبله ولسمشر بایډن ویلي، چې د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري.