Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

د امریکا او اسلامي ‌امارت ترمنځ د دوحې هوکړې د لاسلیک کېدو شاوخوا څلور کاله پوره کېږي، خو دواړه خواوې یو بل له دې هوکړې پر سرغړونې تورنوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په خبرو کې  وایي، اسلامي امارت د دوحې هوکړه په بشپړه توګه عملې کړې، خو امریکا د دغې هوکړې ګڼ موارد نه دي عملي کړي.

د مجاهد په خبره، له اسلامي امارت سره د همکارۍ نه کول،   د اسلامي امارت چارواکي په تورو لیستونو کې ساتل، د هوایي حریم نقض او د افغانستان شتمنۍ کنګل ساتل هغه ټکي دي، چې امریکا د فشار راوړلو لپاره ترې کار اخلي او له نړۍ سره یې د سرپرست حکومت د تعامل پر وړاندې  خنډونه رامنځته کړي.

مجاهد زیاتوي: « امریکایان ځکه دا خبره نه کوي، چې دغه هوکړه دوی نقض کړې. دوی ژمنه کړې وه، چې کله خپل ځواکونه وباسي، بیا به په افغانستان کې له جوړېدونکي حکومت سره همکاري کوي، د هغه پر وړاندې به خنډونه نه جوړوي، تور او د جایزې لېستونه به له منځه وړي او په اقتصادي ډګر کې به همکاري کوي. کله چې اسلامي امارت حکومت جوړ کړ، اوس مداخلې کوي او نه یوازې خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړي، بلکې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پر وړاندې یې هم خنډونه جوړ کړي.» 

چارواکي وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د ځينو هېوادونو استازو افغانستان کې عیني واقعیتونه درک کړي او اسلامي امارت سره یې تعامل کړی.

دوی دغه راز وایي، امریکا په افغانستان کې سیاسي او پوځي ماتې خوړلې او اوس له سرپرست حکومت سره عقده پالي او د سیمې او نړۍ هېوادونه نه پرېږدي، چې  د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمېت وپېژني.

د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست  عطاءالله عمري وایي: « امریکا په افغانستان کې داسې لویه سیاسي او نظامي ماتې وخوړه، چې ان سیالانو او دوښمنانو یې هم دا جرئت پيدا کړی، چې پر وړاندې یې ودرېږي.»

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی، د افغانستان هوايي حریم ته داخلېدل، د اړیکو عادي کول، بشري حقونو ته درناوی لرل، د نشه يي توکو او ترهګرۍ ضد مبارزه او د امریکا او متحدینو پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارېدل د اسلامي‌ امارت او د امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې مهم ټکي دي، چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوه.

د سیاسي چارو کارپوهان ټینګار کوي، که دغه هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، د دواړو خواوو پر ګټه ده.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي:« که څه هم د دوحې هوکړې یو شمېر موارد لکه د ټولشمول حکومت جوړېدل، اوس د پلي کېدو وړ نه دي. په دې اړه باید افغانان پرېکړه وکړي، چې څه ډول حکومت غواړي.»

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي:« هغه نړیوالو قوانین او مناسبات چې له شریعت سره ټکر نه لري، باید ومنل شي.»

د دوحې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د قطر پلازمینه دوحه کې له ۱۸ میاشتنیو مذاکراتو وروسته په قطر کې د اسلامي ‌امارت د سیاسي دفتر د وخت مشر ملاعبدالغني برادر اخوند  او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ  د ۱۴ هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist