Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا: نړیواله ټولنه افغانستان کې پر زور له رامنځته شوي حکومته ملاتړ نه کوي

admin by admin
2021/07/08

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، په افغانستان کې پر زور واک ته رسېدلي حکومت ملاتړ نه کوي، نړیوالې مرستې به دلاسه ورکړي او نه به نړيوالې ټولنې ته مشروعيت ولري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وايي:« طالبان يا هر راتلونکی افغان حکومت نړیوالو مرستو ته اړتېا لري، نړيوال مشروعیت ته اړتېا لري، د افغانانو ملاتړ ته اړتېا لري او هر حکومت، چې د وسلې پر زور رامنځته کېږي، د زور له لارې رامنځته کېږي، نو مالومه ده، چې پورته ذکر شوي موارد به له لاسه ورکړي.»

د امريکا دفاع وزارت وياند  جان کربي هم وایي، دوی افغانستان کې زيات وخت تېر کړی او د افغان ځواکونو پر روزنه او ظرفيت يې زيات کار کړی او پر هغوی غږ کوي، چې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.

کربي زیاته کړه:« موږ د افغان ملي دفاعي ځواکونو ظرفيت لوړولو په موخه هلته زيات وخت تېر کړی. ډېرې هڅې مو وکړې او ډېرې سرچينې مو وکارولې او اوس د دوی وار دی او د دوی وخت دی، چې له خپلو خلکو دفاع وکړي، له خپلې خاورې ساتنه وکړي او له خپل استقلاليت دفاع وکړي.»

پرايس دا هم وايي، هېواد یې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی څاري،چې  دا مهال د روانې جګړې کچه تر بل هر وخت لوړه ده او په وینا یې، امریکا په دوامداره توګه د تاوتريخوالي د پايته رسولو غوښتنه کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نیډ پرایس وايي:« موږ اوس مهال د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوو، دا په بشپړه توګه سمه ده، چې سياسي حل د ستونزې يوازنۍ لار ده، چې دوامداره پايله تر لاسه شي او ټول احزاب يې غواړي. ټول په دې پوهېږي، چې سياسي حل د ۴۰ کلنې جګړې حل په موخه يوازنۍ لاره ده.»

امريکايي چارواکي دا خبرې داسې مهال کوي،چې له نږدې يوه کال راهيسې دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې ولاړې دي او د طالبانو مذاکراتي ټیم غړي د جمهوریت مرکچي ډلې سره د خبرو پرځای بهرنیو هېوادونو کې افغان سیاسیونو سره پر خبرو بوخت دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist