د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا او نړیوالې ټولنې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د ثبات لپاره هېڅ سم کار ونه کړ.
لاوروف ویلي، ښایي د افغانستان وضعیت لا زیات خراب شي، خو دوی به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي.
نوموړي نړیوال ملامت کړي، چې د ۲ لسیزو په تېرېدو یې په افغانستان کې د ثبات لپاره هیڅ کار نه دی کړی.