عباس وايي افغان مېرمنو ته د شريعت په رڼا کې حقوق ، زده کړې او کار غواړي.
د مسکو د غونډې په څنډه کې د طالبانو د قطر د فتر مشر ويلي ، د ښځو د زده کړو او کار مخالف نه دي خو هرڅه ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې اجازه ورکوي.
عباس ستانکزي همداراز افغان حکومت تورن کړی چې سولې ته ژمن نه دی او د سولې کنفرانسونو کې یې د دوی له ونډې سره مخالفت کړی.
د افغان سولې په تړاو غونډه ، چې د روسې پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه ، د طالبانو د استازو په شمول د سيمې یوشمېر هېوادونو هم پکې ګډون کړی وو.
طالبانو د کنفرانس په څنډه کې په لومړي ځل نړیوالو ته په ښکاره په رسمي ډول دا پیغام ورکړ چې ګنې دوی د ښځو د زدکړو پر ضد نه دي
ستانکزي د طالبانو د واکمنۍ په مهال شته ننګونو ته هم اشاره درلوده چې په خبره یې د ښځو سربیره هغه مهال نارینه اوماشومان هم ترې بې برخې وو.
عباس د طالبانو په دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ، امريکا باید له افغانستان ووځي، ځکه دا د افغانانو خاوره ده او په خپله خاوره کې یو امريکايي هم نشې زغملی.
ستانکزي حکومت هم وننګاوه چې ګنې رښتینې سولې ته ژمن نه دی ځکه د هغه په خبره سوله کې یې ګټې په خطر کې دي.
ستانکزی وايي د سولې په هر کنفرانس کې ګډون ته چمتو و خو تل يې د حضور په تړاو افغان حکومت مخالفت کړی.
شېر محمد عباس ستانکزي داسې ویلي (( که تاسو اورېدلي وي په هر ځای کې چې د سولې په تړاو کنفرانس وي افغان حکومت زموږ د حضور مخالفت کړی د مسکو غونډه باید درې میاشتې وړاندې تر سره شوې وای ؛ خو د افغان حکومت د مخالفت له امله وځنډې ده.))
دغه طالب چارواکی وايي څو ځله يې د داعش وسله والې ډلې د لمنځه وړو عمليات تر سره کړل ؛ خو کله ، چې دغه ډله ځپلو ته نږدې شوه ؛ نو کورنيو او بهرنيو ځواکنو ترې ژغورلي دي.
نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په مهال د ترياکو کرکيلي ته هم اشاره وکړه چې صفر وه ؛ خو د امريکا په راتګ دا کچه په بې ساري ډول لوړه شوه چې اوس سیمې اونړۍ ته هم ګواښ جوړیدای شي.