د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي، طالبانو نن سهار پرمرکز قلعه نو ښار له درېیو لوریو ډله ېیز بریدونه پيل کړل.
شمس وايي، په پيل کې طالبانو ځانونه تر مرکزي زندان ورسول،چې د زندان دروازه يې ماته کړې.
هغه وايي، طالبانو زندانیان راخوشې کړي، خو یوشمېر يې بېرته د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې
د هغه په خبره، اوس مهال د محبس پر ګډون د مرکز قلعه نو ښار دولتي تاسیسات ټول د دوی په کنټرول کې دي.
هغه زیاته کړه، د بادغیس ټولې ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوې دي.
بل پلو د قلعه نو یو شمېر اوسېدونکي وايي، اوس هم ښارکې خال خال جګړه شته.
تر اوسه په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.











