د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، طالبان په سوله باور نه لري او نا اعلان شوې جګړه یې پیل کړې ده.
هغه ویلي، د هوايي پوځ پر غښتلتيا کار کوي او راتلونکې اوونۍ به ۷ بلک هاک جنګي چورلکې د افغان پوځ په واک کې ورکړل شي.
د ملي امنيت سلاکار ډاډه دی،چې جګړه بېرته کنترول کېږي او په وینا یې طالبان د نورو پر مټ غير عادلانه تبليغات کوي او روان وضعيت د خپل ځان پر ګټه اعلانوي.