د ایرن په رسمي بلنه د طالبانو د قطر سیاسي دفتر پلاوی د شیر محمد عباس ستانکزي پر مشرۍ تهران ته تللی دی.
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالب پلاوی به له ایراني چارواکو سربېره له افغان شخصیتونه سره هم تفاهمي ناسته ولري.
دا چې افغان شخصیتونه څوک دي، نعیم یې په اړه مالومات نه دي ورکړي.