د سرپرست حکومت د ادارو یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۳۰ مه) د امربالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدولو وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دغه وزارت د تقنین او پلان رییس شیخ محب الله مخلص وايي، په تېر یوه کال کې سلګونه ښځې په بدو کې له ورکولو ژغورل شوې او د سلګونو نورو د پلور مخه یې نیول شوې.
د مخصل په خبره، دغه وزارت د نارینه وو پرتله د ښځو حقونو ته ډېره پاملرنه کوي.
هغه زیاتوي: « په تېر یوه کال کې ۳۳۸ ښځې په بدو کې له ورکولو ژغورل شوې، ۲۰۵ تنو ښځو د پلور مخه نیول شوې، له ۲ زره ۶۰۰ زیاتو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی شوی، ۷۰۹ تنو ښځو ته د میراث حق اخیستل شوی او ۱۳۱۳ دوښمنۍ په دوستۍ اړول شوي.»
په ورته وخت کې د دغه وزارت د شکایتونو د تصنیف رییس راز محمد حامد بیا وايي، په تېر یوه کال کې یې له ۹ نیم زرو زیات شکایتونه ثبت کړي، چې نږدې پنځه نیم زرو ته یې رسېدنه شوې او شاوخوا ۱۱۰۰ نور یې تر تعقیب لاندې دي.
د حامد په په خبره، د دغو شکایتونو زیاته برخه حقوقي دي، خو جزايي او نور مسایل هم په کې شته دي.
حامد په دې اړه وايي:«له موږ سره اکثریت ثبت شوي شکایتونه حقوقي بڼه لري او جزايي هغه په کې ډېر کم دي.»
د دغه وزارت چارواکي وايي، په مرکز او ولایتونو کې یې لسګونه شراب خونې بندې کړي، له ۲۱ زرو زیات د موسیقۍ وسایل یې له منځه وړي، څه باندې درې نیم زره قماربازان یې له جوارۍ راګرځولي او همدا راز یې له ۱۳ زرو زیات نشه یي تابلیتونه له کاروباریانو سره نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.
همدا راز دوی وايي، په تېر یوه کال کې د یولسو تقنیني او اصولي سندونو مسودې هم ترتیب کړې او د قانوني پړاوونو په موخه یې اړوندو مراجعو ته استولې دي.
د دغو تقنیني مسودو له ډلې یوه هم د شکایتونو اورېدو قانون مسوده ده، چې د اسلامي امارت مشر له لوري په درېیو فصلونو او یوویشت مادو کې توشېح شوې او دا مهال نافذه ده.
د یاد وزارت په خبره، په مرکز او ولایتونو کې یې په ګڼ شمېر دولتي اداراو او عامه ځایونو کې د منکراتو مخنیوی کړی او په لړ کې یې ۲۸۱ کم عمره هلکان له امنیتي لیکو لرې کړي دي.