Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د بهرني پوځیانو په شتون کې به جګړه روانه وي

admin by admin
2021/07/06

په داسې حال کې چې تېرو له لسو میاشتو راهیسې په دوحه کې د سولې بین‌الافغاني مذاکرات ولاړ دي او پر کور دننه شااوخوا ۱۵ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي، قطر کې د طالبانو مذاکراتي پلاوي غړی سهیل شاهین وايي، جګړه دوی بريا ته رسولی شي، خو دوامدارې سولې ته نه.

شاهين زیاته کړه:« زه پوهېږم، افغانستان کې بايد سياسي حل رامنځته شي،ځکه په هغې صورت کې موږ دوام دارې سولې ته رسېدلی شو. دا زموږ پاليسي ده. پوځي لاره به موږ بریا ته ورسوي، خو دوام داره سوله نه شي راکولی.»

په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي بيا پر وسله ‌والو طالبانو نیوکه کوي، چې د سولې خبرو پرځای یې ټول تمرکز پر  جګړې دی.

د خلکو استازي وايي، طالبان خپله په دې پوهېږي، چې د جګړې له لارې سولې ته نه شي رسېدلی، د قطر له دفتره دې تېر شي او افغان حکومت سره دې پر ګډه له شته فرصته ګټه پورته کړي او جوړ جاړي ته ورسېږي.

د وروستیو نښتو پرمهال چې لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې افغان حکومت او سیمه ‌ییز مسوولین وايي، ډېری ولسوالیو کې ښوونیز مرکزونه تړل شوي، خدمات پر ټپه درېدلي او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، خو  شاهین وايي، مېرمنې کولی شي، زده کړې وکړي او همدا راز حق لري، چې کار وکړي.

شاهین زیاته کړه:« هغه څه،چې زه وايم، دا دي،چې مېرمنې زده کړو ته د لاسرسي او کار کولو حق لري. دا موږ دلته دوحه کې په افغان کنفرانس کې ويلي او همدا راز مو د مسکو په کنفرانس کې هم ويلي دي.»

بل خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، د مخالف جهت خبرو ته نه حاضرېدلو له امله جګړه يوازنۍ لاره ده او دوی به تر هغې دوام ورکوي، چې ټول بهرني سرتېري له افغانستانخ بهر شوي نه وي.

 سهيل شاهين او مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي،چې د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په یوه خبري کنفرانس کې پر طالبانو نیوکه  وکړه،چې مذاکراتو ته نه حاضرېږي او د خبرو پرځای یې جګړې ته زور ورکړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist