د نایجریا په شمالي کدونا ایالت کې یوې سخت دریځې وسله والې ډلې له یوه ښوونځي ۱۴۰ زده کوونکي تښتولي دي.
د ياد ښوونځي مسوولین وايي، بریدګرو لومړی د ښوونځي مخې ته ډزې کړي او بيا يې ګڼ شمېر زده کوونکي له ځانه سره یوړول.
ځايي چارواکي هم دا پېښه تائيدوي او وايي، د يوه ښوونکي په ګډون يې ۲۶ تنه ژغورلي او د پاتې نورو د ژغورلو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په شمالي کدونا ایالت کې له ښوونځي زده کوونکي تښتول کېږي،بلکې دا له تېرې ډېسمبر میاشتې راهېسې لسم ځل دی، چې دغه ایالت کې ورته پېښې کېږي.