په کابل کې د یو شمېر مدني ټولنو غړي راټول شوي او وایي، د تاوتریخوالي کمښت او د سولې ټینګښت په موخه باید دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي او د جګړې ادبیات ونه کاروي.
دوی طالبان د افغاني ټولنې حقیقت ګڼي او وړاندیز کوي،چې امریکا له ټول توان سره سره سوله او تفاهم کوي، نو افغان دولت دې هم سوله او تفاهم وکړي.
دوی زیاته کړه،چې د سولې او تفاهم لپاره لازمه ده،چې دواړه لوري انعطاف وکړي او پر خپل دریځ ټینګار ونه لري.
مدني فعال ذبیح الله هلمندی وايي:« متاسفانه هغه څه چې اوس دوام لري، دا هېڅ یوه افغان ته د منلو وړ نه دي. دواړه اړخونه افغان حکومت او طالبان باید پر خپله پالیسي او کړنلاره کې تغیر راړوي.»
مدني فعال عبدالودود الفت وايي:« زموږ غوښتنې دا دي،چې د جګړې ښکیلې غاړې له هرڅه وړاندې باید عمومي اوربند وکړي. دا تل پاتې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده.»
د مدني خوځښتونو وړاندیز دا دی،چې خلک دې له مذاکراتو باخبره کړل شي او تاوتریخوالی دې کم شي.
دوی وایې د مذاکراتو بهیر دې چټک شي، د سولې موانع دې لرې او د ښه نیت له مخې دې خبرې پیل شي.
دلته راغلي ګډونوال وړاندیز کوي،چې عامه لارې، جوماتونه، کلي او کورونه، ښوونځي او روغتونونه او نور عامه ځایونه دې د امن سیمو په نوم خوندي شي.