Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلک: په بازارونو کې د خوراکي توکو بیو لوړېدو اندېښمن کړي یو

admin by admin
2021/07/06

په هېواد کې د کورونا وبا د درېیمې څپې له پیل او د جګړې ډېریدو سره هم مهاله  په بازارونو کې د توکو بیې څو برابره لوړې شوي دي.

عام خلک پر سوداګرو له دې امله نیوکې کوي،چې ذ ناامنۍ، لارو بندېدو او کورونا وبا پرمهال پر خپل سر بیې لوړوي او پر مسوولو ادارو یې نیوکې دا دي،چې په بازار کنټرول نه لري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« که موږ وګورو، له یوې خوا کورونا وبا  او له بلې خوا جګړې دي، چې د خوراکي توکو بیې ورسره لوړې شوي دي. دغه راز د سون توکو بیې هم لوړې شوي دي. متاسفانه خلک غریب دي او وس نه لري، چې توکي واخلي، ځکه که موږ وګورو، د یوه مامور تنخوا ۶ زره یا ۷زره افغانۍ ده، نو دا پر دې پیسو څه واخلي.»

 د ولسي جرګې  یو شمېر غړو هم پر سوداګرو نیوکې کړي، چې له روان حالته  استفادې سره د توکو بیې لوړوي.

 د ولسي جرګې غړی شاه وزیر ترخېل  نیوکه کوي،چې حکومت او ښاروالۍ پر سوداګرو فشار نه رواړي او په خبره یې  بازار کې پر سوداګرو کنټرول نه لري.

ترخېل زیاته کړه:« حکومت په داسې یوه حالت کې دی، چې ځان ټول خپل ګڼي. وايي، همدا زه چې څه وایم او په ځانګړي ډول د حکومت په راس کې چې څو کسان دي. دوی په دې تمه  دي،چې همدا  موږ چې څه وایو، همدا خپله موږ قانون یو. »

د ولسي جرګې غړی شاه پور حسنزی وايي: « په افغانستان کې چې د ناامنۍ کومه لړۍ پیل شوې، د ولسوالیو سقوط، نو دې کې تجاران  او حکومت دواړه خپلې ګټې لټوي. همدا لامل دی،چې نن سبا بیې لوړې روانې دي. تاسې ګورئ،چې د افغانستان پیسې هم د ډالرو پر وړاندې راپرېوتې.»

کورونا وبا، جګړه، نا امني او بې وزلي هغه څه دي،چې د عامو خلکو ژوند یې ننګولی، د فقر او وزګارتیا کچه یې لوړه کړې او ورځ تر بلې په بازارونو کې د توکو نرخونه پر لوړېدو دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist