Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: د کورونا وبا ګواښ لاهم پر لوړه کچه ده

admin by admin
2021/07/06

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وبا ګواښ لاهم پر لوړه کچه ده او نیوکه یې کړې، چې د خلکو بې غورۍ د کورونا مهار سخت کړی دی.

 روغتیاپالانو په ګڼه ګوڼه کې د ماسک کارولو سپارښتنه کوي او غوښتنه یې کړې،چې په ځېنو ځایونو کې دې د ماسک کارول جبري شي.

روغتیاپال قند آغا حسن وايي:« یو عادي ماسک پر ۱۰ افغانۍ دی. نو له ټولو مو هېله دا د ه، چې یو عادي ماسک استعمال کړي، ترڅو خپل او د نورو هېوادوالو ژوند وژغوري.»

روغتیاپالان او د عامې روغتیا وزارت مسوولین په مکرر ډول د روغتیايي سپارښتنو او د ماسک پر کارولو ټېنګار کوي،خو عام خلک ورته پام نه کوي،چې له امله یې د مثبتو پېښو او مړینې کچه لوړه کړې ده.

د کابل ښار اوسېدونکی زین الله محبوبي وايي:« دا چې خلک کورونا وبا جدي نه نیسي او په سرپټي ځایونو کې له ماسکه استفاده نه کوي، د روغتیاپالانو سپارښتونو ته پام نه کوي، دا د دې لامل کېږي، چې دا وېروس لا ډېر خپور شي.»

د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، هېواد کې پر کورونا وبا د ا خته کسانو شمېر له ۱۲۷زرو لوړ شوی،  ۵ زره او ۳۶۰ کسان ترې مړه شوي او څه باندې۷۵ زره کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

 کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

 د امریکا متحده ایالتو  د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۸۴ میلیونو لوړ شوی  او له ۳.۹۸ میلیونه ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist