سپینې ماڼۍ ويلي، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر به د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه بشپړ شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، امریکا به افغانستان ته په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو او د امنیتي سیستمونو چمتو کولو ته دوام ورکړي.
امریکايي چارواکو ویلي، ښايي شپږ نیم سوه سرتېري په کابل کې د ډیپلوماتانو او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت لپاره پاتې شي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروګرام د یوې برخې په توګه دفاع وزیر یو پلان تصویب کړی، چې پر اساس به یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندې واک له سکاټ میلر جنرال فرانک مکینزي ته ولېږدول شي.