د جاپان په سوېل ختیځه اټامي سیمه کې پرون د زیات باران ورښت له امله ځمک ښوئیدنه رامنځته شوې،چې له کبله یې ۳ کسان مړه شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، تر اوسه پورې ۲۳ کسان ژغورلي او له ۸۰ ډېر لاهم تر خټو لاندې بند پاتې دي.
دوی زیاتوي، چې د ژغورلو چارې یې چټکې کړي او په خبره یې سیمه کې اوس له زرو زیات کسان د ژغورلو لپاره پر کارونو بوخت دي.
دغه راز ځمک ښویدنې شااوخوا ۱۰۰ استوګنیز کورونه هم وېجاړ کړي دي.
اټامي د پلازمېنې توکیو په شمال ختیځ کې ۶۰ میله لرې پرته سیاحتي سیمه ده،چې ګڼ اپارتمانونه یې ډېری وخت له خلکو خالي وي،ځکه ډېری اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې ژوند کوي.