په نورستان ولایت کې د وانټ په نوم د نوي جوړې شوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تر اوسه يې د ولسوالۍ اداري کارونو لپاره کومه وداني نه ده جوړه شوې او له همدې امله اداري او رسمي چارې ټکنۍ دي.
دوی وايي، هغه ځای چې اوس ولایتي ادارې د ودانۍ د جوړیدو په موخه ټاکلی، له استوګنیزې ساحې لرې دی او په خبره يې باید په داسې ځای کې ورته د ولسوالۍ لپاره ودانۍ جوړه شي، چې ټول خلک ورته په اسانه لاسرسی ولري.
د ځایي اوسېدونکو په خبره، دولت په خپلو اداري تشکیلاتو کې ولسوالۍ منظوره کړې، اوس باید په بېلابېلو رغنیزو، روغتیايي او پرمختیايي پروژو کې هم ورته پاملرنه وشي.
د وانټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ دلته برېښنا، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو ته اړتیا لرو، ترڅو زموږ نوی نسل په عزت سره لوی شي.»
د نورستان ولایتي چارواکي بیا وايي، د وانټ ولسوالۍ اوسېدونکو له ټولو ستونزو خبر دي او په دې هڅه کې دي، چې ستونزې يې هوارې کړي.
دوی ډاډ ورکوي، چې د سرپرست حکومت له مشرتابه سره یې په نورستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې او په نږدې راتلونکي کې به یې د یو شمیر هغو چارې هم پیل شي.
د نورستان والي زینالعابدین وايي: «د خلکو غوښتنو ته مو پام دی. موږ د دې کار لپاره د ولایت د مرستیال تر مشرۍ لاندې کمېټه جوړه کړې، ترڅو د ولس غوښتنې واوري او حل لارې پيدا کړي.»
وانټ د نورستان په ختيځ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د مخکېني حکومت پرمهال د یوې نوې ولسوالۍ په توګه منظوره شوه او اوسني سرپرست حکومت هم دغه منظوري تایید کړه.