Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: سیمه ییز استخبارات افغانستان کې وېره خپروي

admin by admin
2021/07/05

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته سیمه ییزو استخباراتو دې هېواد کې د وېرې خورولو کړن لارخپله کړې ده.

دوی وايي، د سیمې استخبارات د هغو کورنیو قدرت طلبو په همکارۍ وېره خوروي،چې ګټې یې د افغانستان په بې ثباتۍ کې دي.

دوی زیاتوي، چې دا وېره د ولایتونو د سقوط نیولې تر کورنۍ جګړې او د بهرنیو سفاراتونو تر تړلو رسیږي.

د تحلیل کوونکو په خبره، د جګړې د زیاتیدو سره اوس تبلیغات هم تر حد اوښتي، د کابل سقوط وېره، د بهرنیو سفارتونو تړل کېدل هغه څه وو،چې حقیقت یې نه درلود، خو د ډېرو فکري ارامښت یې ګډوډ کړی.

اوس پوښتنه دا ده چې دا تبلیغات او اوازې د چا کار دی؟

د سیاسي چارو شنونکی احمد شاه اندړ وايي:« دا د هغو استخبارتو کړیو کار دی،چې په بهر کې له افغانستان سره تضاد لري.

دا په دولت کې لوړ پوړي چارواکي لري،چې شایعات پرې خپروي،ترڅو د افغانستان وضیعت نور هم د کړکېچ لور ته یوسي او جګړه دوامداره وساتي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی صلاح الدین سعیدي  وایي، د طالب او حکومت له جګړې وراخوا ځېنې کړۍ افغانستان کې شته،چې په دې تبلیغاتو سره غواړي،د خلکو روحیه کمزورې او د بې ثباتۍ په رامنځ ته کېدو سره راتلونکي لپاره خپل پروګرامونه پلي کړي.

هغه وايي، اوس غږ پر نړیوالې ټولنې دی،چې خپل مسولیت ترسره کړي او د تبلیغاتو په شنډولو کې خپل رول ترسره او افغانانو ته باور ورکړي.

سعیدي زیاته کړه: « دا چې د افغانستان خلک د دهشت په لومړي صف کې قرباني ورکوي، نړیوالې ټولنې ته پکار ده،چې خپل رسالت اداء کړي.

دا او دې ته ورته تبلیغات باید په عملي چارو شنډ شي.یو لامل یې داخلي قدرت طلبه  او فرصت طلبه افراد او اشخاص دي،چې غواړي له دې حالته سو استفاده وکړي.»

افغانستان کې د جګړې یو اړخ رواني او استخبارتي دی.

په سیمه ییزه او نړیواله کچه استخباراتي شبکې او سازمانونه په تېرو دوو لسیزو کې خورا فعال وو.

افغان حکومت د دې تبلیغاتو په شنډولو کې پاتې راغلی او زیات تمرکز یې پر وسلواله مبارزه وه.

په جګړه کې له ښکیلو اړخونو هم تمه او غوښتنه دا ده،چې له داسې تبلیغاتو او شایعاتو
ډډه وکړي،چې هغه افغانان له وېرې سره مخ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist